د ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزناکتوب ادارې مشر ایلان ماسک خبرداری ورکړی، چې هر هغه فدرالي کارکوونکی به له دندې ګوښه کړي چې په اونۍ کې د ترسره کړو کارونو رپوټ ور نه کړي.
ماسک په اېکس کې ولیکل، «دغه برېښنالیک ته په ځواب ورکولو کې پاتې راتلل به استعفا وګڼل شي».
ماسک د شنبې په ورځ په اېکس کې ولیکل، "ټول فدرالي کارکوونکي به ډېر ژر یو بریښنالیک ترلاسه کړي چې له دوی به وغواړي د تیرې اونۍ د ترسره شویو کارونو راپور ورکړي. دغه برېښنالیک ته د ځواب نه ورکول به استعفا وګڼل شي."
دا لا روښانه نه ده، چې که یاد کارکوونکی ځواب ور نه کړي، ماسک د فدرالي کارکوونکو د ګوښه کولو لپاره کوم قانوني اساس لري او که نه.