فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د پنټګان د لوړپوړو چاوراکو لېستونه چمتو کوي چې له دندو یې ګوښه کړي، مګر دا لومړی ځل نهدی چې یوه اداره د نويو سیاسي اهدافو د سمون لپاره لوړ پوړي پوځي قوماندانان له دندو لرې کوي او پر ځای یې نور ټاکي.
په ۲۰۰۹ کې د ولسمشر بارک اوباما واک ته له رسېدو پنځه میاشتې وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د قوماندان په توګه د پوځ جنرال ډیویډ مک کیرنن له دندې ګوښه کړ . مک کیرنن د ۱۹۵۱ کې د جنرال ډګلاس مک ارتر وروسته د جګړې د وخت لومړی قوماندان و چې له دندې ګوښه شو.
هغه د دفاع وزیر رابرټ ګیټس په مشوره د جنرال سټینلي مک کریسټال ځای ناستی شو.
څو ورځې مخکې چې هغه د دندې په اړه له اوباما سره د لیدو لپاره رابلل شوی و، مک کریسټل په لندن کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د پوځ جوړولو د اړتیا په اړه وینا کړې وه. او څه موده وروسته اوباما افغانستان ته د ۳۳۰۰۰ عسکرو د استولو اجازه ورکړه.
اوباما د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د مشر په توګه جنرال جیمز مټیس هم له دندې ګوښه کړ .
ټرمپ یو ځل په ټوکو وویل چې "یوازې هغه شی" چې د هغه او اوباما ترمنځ مشترک وو "د جیم مټیس د ګوښه کولو ویاړ دی."
اوباما چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له عراق څخه د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د «دندو د پای ته رسولو» ژمنه کړې وه، افغانستان ته یې تر ۱۰ زره عسکر ولېږل، او بېرته یې په تېزۍ سره له افغانستان څخه واېستل. په ۲۰۱۷ کال کې یې د ۸۴۰۰ امریکايي پوځیانو په پاتې کېدو سره خپله دوره پای ته ورسوله.
اوس د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غواړي چې د خپلو پالسیو د ښه تطبیق لپاره په پنټګان کې د لوړپوړو چارواکو د کوښه کولو او په ځای یې د داسې پوځي مشرانو ټاکلو لپاره لېستونه برابر کړي چې دده په خوښه موخې تعقیب کړي.
تر اوسه معلومه نهده چې کوم لوړپوړي پوځي مشران به دندې له لاسه ورکړي دا چاره به تر کومه حده ګټوره وي، دا به وروسته معلومه شي خو د اوباما د ولسمشرۍ دوره د سپینې ماڼۍ او پوځ ترمنځ د اختلافاتو د راپورونو له امله زیانمنه شوې وه.
بل خوا د امریکا د دفاع وزارتخونې ویاند دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دولت د ښهوالي لپاره د دغه وزارت په ملکي ځواک کې له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې کموالی رامنځته کېږي.
وموړي دفتر د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به د راتلونکې اونۍ له پیل څخه د یاد وزارت پنځه زره او ۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شي.
د پنټاګون ویاند دفتر د افغانستان انټرنشنل خبریال ته څرګنده کړې چې د لومړي پړاو او د ملکي کارکوونکو له ګوښهکېدو وروسته به د کارکوونکو د ګمارنې بهیر ودرول شي.