انتونیو ګوټرېش د حماس له‌خوا د یرغمل شویو اسراییلیانو د جسدونو نندارې ته اېښودل وغندل

AP ۱۴۰۳ کب ۳

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د (کب دریمه) پر اېکس پاڼه د حماس هغه چلند غندلی، چې د پنچشنبې پر ورځ یې د یرغمل شویو اسراییلي وګړو جسدونه او تابوتونه نندارې ته اېښي وو.

ښاغلي ګوټریش دغه چاره د ټولو نړۍوالو او انساني قوانینو خلاف کړنه بللې.

ګوټریش زیاته کړه: «د نړیوالو قوانینو له مخې د مړو سپارل باید له ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي وړ چلند څخه پرته وشي. د مړو او د هغوی د کورنیو درناوی باید وساتل شي.»

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ وویل، چې د حماس له لوري د ورسپارل شویو مړیو له منځه یو مړی د یرغمل شويو اسراییلي وګړو له ډلې نه و.

هغوی دغه کړنه د اوربند له هوکړې سرغړونه ګڼلې ده.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دوه مړي د کیفیر بیباس نومي ماشوم او د هغه د څلور کلن ورور اریل وو، خو درېیم جسد چې باید د دوی د مور شیري بیباس وای، له کوم پېژندل شوي یرغمل شوي سره سمون نه لري او لا یې هم هویت نه دی معلوم.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې وویل: «دا د حماس ترهګرې ډلې له خوا یوه جدي سرغړونه ده، ځکه چې هغوی د هوکړې له مخې باید څلور مړي بېرته سپارلي وای.»

د مړو نندارې ته وړاندې کولو ته غبرګونونه

په غزه کې د مړو سپارل په عام محضر کې د فلسطینیانو او د حماس د وسله والو د حضور په ترڅ کې ترسره شول.

دغه اقدام د ملګرو ملتونو له خوا وغندل شو. د دې ترڅنګ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورو یرغمل شویو مړو له ترلاسه کولو وروسته چې په کې دوه ماشومان هم شامل وو، ژمنه وکړه چې له حماس څخه به «غچ» واخلي.

هغه ټینګار وکړ: «د ۷ اکټوبر برید باید بیا تکرار نه شي، موږ به د خپلو عزیزانو وینې ته غبرګون ښیو او له دغو قاتلانو سره به حساب کوو.»

د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره مذاکرات دوام لري

د جسدونو سپارل د اوربند د اوسنۍ هوکړې له مخې د مړو لومړنۍ تبادله وه.

د اسراییل پوځ ادعا وکړه چې د بیباس ماشومان د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د حماس له خوا د بند پر مهال وژل شوي دي.

همداراز د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې باندې تور پورې شوی چې یو یرغمل شوی کس یې د بند پر مهال وژلی دی.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ شپږ ژوندي یرغمل شوي کسان هم خوشې شي او هم‌ مهاله د پاتې ۶۰ یرغمل شویو د خوشې کولو او د اسراییلي ځواکونو د وتلو په اړه مذاکرات دوام لري.

نور خبرونه

رادیو