د پښتونخوا د جنوبي سيمې بنو ځايي خلکو، سوداګرو او د بيلابيلو ټولنو غړو د امن پاڅون په نوم په يوه پراخ لاريون کې له حکومت غوښتي، چې د ناامنۍ مخه ونیسي.
په بنو کې د جولای په میاشت کې دغه لاريون د حکومت له ژمنو او ۱۶ ماديزې معاهدې وروسته ختم شوی و.
د هغه لاریون ګډونوالو نن د جمعې په ورځ په يوه لاريون کې بیا له حکومت غوښتې، چې د ناامنۍ د ختمولو اړوند دې له دوی سره خپلې ژمنې پر ځای کړي.
لاريونوال وايي، چې په جولای میاشت کې يې د امنیت خونديتوب لپاره ۱۶ مادې سر وزير ته وړاندي کړې او حکومت د همدې مادو د عملي کولو ژمنې کړې، خو تر اوسه نه دي عملي شوې.
لاريونوال زياتوي، چې حکومت د دې پاڅون يو شمېر مشران غيري قانوني نیولي.
دوی د همدې مشرانو د ژر خوشي کولو غوشتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو، چې په دې لاريون کې يې هم برخه اخیستې پر خپلو ټولنيزو رسنيو ليکلې: « حکومت دې د بنو او پاڅون مشران ژر تر ژره خوشي کړي.»
دوی دا هم غوښتي، چې حکومت دې د امنیت خوندیتوب لپاره پوليس زيات کړي.
د پاکستان پوځ مشر عاصم منير په مرغومې مياشتي کې په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي وه او په څلور ساعته ناسته کې یې د دغه ایالت پر وروستي امنيت خبرې کړي وې.
منير ويلي و، چې په خيبر پښتونخوا کې به استخباراتي عمليات دوام وکړي.
په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند مشرانو، د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور، د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم ګډون کړی و.
پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.