د ناټو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ د سلواکیا په کومینیوس پوهنتون کې د وینا پر مهال په اوکراین کې د سولې لپاره د امریکا د نوښت په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
مارک روټه د امریکا او روسیې د احتمالي تړون لپاره د اوکراین د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه د امریکا د خبرو اترو په ټیم باور لرم."
هغه په خبرو اترو کې د اوکراین د حضور اړتیا هم تکرار کړه، او زیاته یې کړه چې هغه د دې مسلې په اړه "رښتیا اندیښمن" نه دی ځکه چې دا "لومړنۍ مرحله" ده او دوی به په کې ښکیل وي.
هغه وویل: «بې له شکه چې اوکراین به د سولې په خبرو کې برخه واخلي.»
بل خوا زېلېنسکي څو ورځې مخکې په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې اوکراین به د امریکا له ملاتړ پرته د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه به کول عملي نه شي او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای چې له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.