پولیس: د پښتونخوا په باجوړ کې یوه دوولس کلنه نجلۍ په ډبرو وژل شوې ده

AP ۱۴۰۳ کب ۲

د پاکستان «ده نیوز» رسنۍ نن پنجشنبه د‌ (کب دویمه) نېټه راپور ورکړی، چې د پښتونخوا ایالت اړوند په باجوړ ولسوالۍ کې ناڅرګندو کسانو یوه دوولس کلنه نجلۍ په ډبرو وژلې ده.

ځايي پولیسو پېښه تایید کړې او وايي، په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د ده نیوز په راپور کې د ځايي پولیسو د مشر وقار رفیق له قوله لیکل شوي، چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د واړه ماموند تحصیل اړوند په مېنې سیمه کې رامنځته شوې ده چې بیا د نجلۍ مړی تر خاورو لاندې شوی و.

د پولیسو د مشر په وینا؛ یاده نجلۍ په ډبرو تر وژل کیدو وروسته تر خاورو او ډبرو لاندې کړل شوې وه، چې د پولیسو له لوري یې جسد موندل شوی او را ایستل شوی.

ځايي امنیتي ادارې په دې تړاو د څېړنو د پیل کیدو خبر هم ورکړی دی.

ویل کېږي د نجلۍ پر بدن د تاوتریخوالي سختې نښې هم څرګندې دي؛ خو د عاملینو په تړاو یې لا هم کره معلومات نه شته.

په راپور کې د نجلۍ د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي او لا تر اوسه پورې د دغې پېښې د ترسره کیدو انګیزه هم څرګنده نه ده.

په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو له فعالیتونو ډېریدو سره هم مهاله د تاوتریخوالي پېښې هم مخ په ډېریدو ښکاري.

نور خبرونه

رادیو