د (کب لومړۍ نېټه) د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند د لکي مروت ولسوالۍ د قومي خوځښت مشر انعام الله خان په یوه ویډيويي پېغام کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي ادارې یې د نیولو هڅې پیل کړي.
هغه په ویډیويي پېغامونو کې پښتانه د «پاکستان حکومت پر ضد جهاد» ته وربللي دي.
د سلګونه خلکو په منځ کې روان یوه کس پر خپل سر سپین پاج تړلی او پرې یې د «کفن» کلیمه هم لیکلې ده.
دا سړی انعام الله خان نومېږي او د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ د قومي خوځښت مشر دی.
هغه د سلګونه خلکو په منځ کې اعلان وکړ، چې «نور د پاکستان له لوري له پښتنو سره روان ظلمونه د زغم وړ نه دي او پر هر پښتانه فرض دي، څو د پاکستان پر ضد د جهاد لپاره وسله پورته کړي.»
دا تر پاکستاني طالبانو وروسته د ملتپالو خوځښتونو له ډلې یوازینی هغه دی چې په یاد هېواد کې د عدم تشدد پر ځای پر وسله واله مبارزه ټینګار کوي.
د لکي مروت د قومي خوځښت دې مشر په یوې خپرې شوې ویډیو کې اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان څارګرې شبکې یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
هغه په دې پېغام کې ویلي، د پاکستان پوځ له لوري له پښتنو سره لوی ظلم روان دی او نور یې ورته زغم پای ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړې: «د پاکستان فوج دې زما نیولو پسې نه راځي، جنګ ته دې راشي، یا به زما وینه تویه کړي او یا به یې زه وینه تویه کړم.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د انعام الله خان د نیول کیدو د روانو هڅو په تړاو غبرګون ښودلی او د ګواښ یې کړی که د هغه په ګډون د مروتو او بېټینو قوم هر مشر ته زیان ورسیدو؛ نو د پاکستان پوځي ادارې به یې ذمه وارې وي.
هغه غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د انعام الله خان د نیول کیدو او محاصرې له پرېکړې څخه په شاه شي.
د منظور پښتین په وینا؛ له دې سربېره د پاکستان پوځ له لوري د اپریدو قومي مشر ملک نصیر کوکي خیل او د بنوڅیو قومي مشر حاجي عبدالصمد خان په «وحشیانه ډول په زندانونو کې ساتل کېږي.»
له دې ورهاخوا د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم د پاکستان د پوځ هغه اقدامات غندلي چې د انعام الله خان د نیول کیدو لپاره یې ترسره کړي دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د انعام الله خان په نیول کیدو سره به په لکي مروت کې کې روانې نا امنۍ لا پراخې شي او په لوی لاس به یو لوی ناورین ته لاره هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې د نا امنۍ پېښې ډېرېږي او په وار وار سیاستوالو اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان حکومت د بې غورۍ له کبله په دغه ایالت کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه مخ په پراخیدو دي.
تر دې مخکې اندېښنې دا وې، چې د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ورځي د پاکستاني پوځیانو حکومت وي او د شپې مهال بیا د «ټي ټي پي» واکمني چلېږي.
پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته خېبر پښتونخوا هم ښه ورځ نه ده لیدلې او هره ورځ ترې د پاکستاني پوځیانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.