د ټرمپ له نیوکې وروسته؛ د امریکا ځانګړي استازي د اوکراین له ولسمشر سره وکتل

AP ۱۴۰۳ کب ۲

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره وکتل، خو دا لا روښانه نه ده، چې د دغو دو متحدینو ترمنځ د جګړې د وخت د درز په اواري کې به مرسته وشي او که نه.

دغه لیدنه داسې مهال کیږي، چې ټرمپ د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته د «دیکتاتور» او کمیډین خطاب کړی و.

د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازي کیت کیلوګ د چارشنبې په ورځ کېیف ته د رسیدو پر مهال وویل، چې هغه اوکراین ته د اوریدلو لپاره ورغلی دی.

نوموړي نن له زیلینسکي سره ولیدل خو د دواړو ترمنځ د خبرو د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه باور لري د شخړې پای ته رسیدو ته نږدې دي او له روسیې سره له خبرو کولو پرته د جګړې بندول ناممکن دي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ هڅه کوي له مسکو سره اړیکې بیا ورغوي او د اوکراین د کانونو په سرچینو کې پانګونه وکړي.

خو اوکراین د امریکا لومړنی پلان رد کړ ځکه امنیتي ضمانتونه پکې شامل نه دي.

پر همدغه مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، اوکراین باید د امریکا په اړه خپلې نیوکې کمې کړي او د کانونو تړون سره موافقه وکړي.

هغه فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل:«دوی باید خپل غږ نرم کړي او په دقت سره وګوري او دا تړون لاسلیک کړي.»

بل خوا د اروپايي هېوادونو مشرانو د اوکراین په اړه د ټرمپ د دریځ په ځواب کې د دفاع په برخه کې د لګښتونو د زیاتوالي ژمنه کړې ده او ځینې د اروپایي سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه غور کوي.

کرملین بیا وایي، دا پلان د اندیښنې یو لوی لامل دی خو زیلینسکي او ناټو یې هرکلی کړی دی.

د ناټو عمومي منشي مارک روټ وايي: « دا خورا مهمه ده چې روسیه بیا هیڅکله هڅه ونه کړي چې د اوکراین یو مربع کیلومتره ځمکه ونیسي.»

نوموړي په ​​براتیسلاوا کې خبریالانو ته وویل:«که څه هم ډېر څه شته چې باید پریکړه وشي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې اروپا په اوکراین کې د سولې په تامین کې مهم رول لوبولی شي.»

نور خبرونه

رادیو