د یمن یوه وزیر د حسن نصرالله په جنازې کې د ګډون کوونکو حوثي چارواکو د نیولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ کب ۲

د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریاني د یمن حوثیانو د هغو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه، چې په بیروت کې د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.

حسن نصرالله د ۲۰۲۴ په سبتمبر کې په لبنان کې د اسراییل په برید کې ووژل شو.

حسن نصرالله چې څه باندې ۳۰ کاله د حزب الله ډلې مشر و، (د سپتمبر په ۲۷مه) په سوېلي لبنان کې د اسراییل په بریدونه کې ووژل شو.
ټاکل شوې، چې د هغه جنازه (د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه) په بیروت کې ترسره شي.
اریاني پر اېکس پاڼه په خپل یوه یادښت کې د لبنان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د حوثیانو هغه مشران چې د حسن نصرالله په جنازه کې ګډون کوي؛ ونیسي او د دوی حکومت ته یې وسپاري.
هغه په دغه لیکنه کې د دغو حوثي چارواکو نومونه نه دي اخیستي.
لا تر اوسه پورې د لبنان حکومت او حوثي مشرانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
که څه هم حوثیانو د حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې د دغې ډلې د مشرانو د ګډون په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی و، چې د یمن څخه یو پلاوی به د حسن نصرالله د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.
ښاغلي الاریاني زیاته کړه: «موږ منو، چې د دغو ترهګرو مشرانو موخه په دې وخت کې یوازې په جنازه کې ګډون کول نه دي.»
هغه وایي، په دغو مراسمو کې د دوی د ګډون اصلي موخه د ایران د ملاتړو ډلو مشرانو راټولېدل او له وروستیو پېښو وروسته د وضعیت ارزول دي.

پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته، د لبنان حزب الله او د یمن حوثیانو له فلسطینه د ملاتړ اعلان وکړ او پر اسراییل یې بریدونه پیل کړل.
حوثیان چې د یمن شمالي برخه کنټرولوي؛ د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د یمن په سواحلو کې یې د فلسطین په ملاتړ پر بېړیو له ۱۰۰ ډېر بریدونه کړي، چې نړۍوال لېږد رالېږد یې ګډوډ کړی او هېوادونو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
د اسراییل د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د دغه هېواد په سویلي برخه کې د حماس له‌خوا په شوي برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
د فلسطیني روغتیا چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله له ۴۸۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، د سیمې ډېره برخه ویجاړه شوې او په سلګونو زره خلک بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو