د طالبانو اړوند د المرصاد وېبپاڼې د خپلو سرچینو په حواله په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې داعش د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان د ترور پلان لري.
مولانا په دې وروستیو کې د پاکستان پر پوځ نیوکې زیاتې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې داعش خراسان ډلې مولانا فضل الرحمان د خپلو مهمو اهدافو په نوملړ کې شامل کړی او هڅه کوي چې نوموړی ووژني.
تر دې دوه ورځې وړاندې پاکستانۍ ورځپاڼې ډان نیوز راپور ورکړی و، چې د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ ځایي پولیسو د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د هغه د وژنې له ګواښه خبر ورکړی دی.
پولیسو د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې د دغې موخې لپاره تحریک طالبان ډلې هدفي وژونکو وسلهوالو ته د دندې بشپړولو مسوولیت هم سپارلی دی.
خو د المرصاد په راپور کې راغلي، چې پاکستاني طالبانو په وار، وار ویلي چې د پاکستان سیاسي ګوندونه او د هغوی مشران یې هدف نه دي.
راپور زیاتوي، چې المرصاد تېر کال هم د داعش ډلې هغه نوملړ ترلاسه کړی و چې په هغه کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د مسوولانو ترڅنګ، د پاکستاني رژیم مخکښ سیاسي مخالفین د دغې ډلې لپاره د مطلوبو اشخاصو په حیث په نښه شوي وو. او وژل یې دوی خپل لومړیتوب ټاکلی و.
المرصاد لیکلي، چې له وړاندې په خبرداري ورکولو سره د پاکستان امنیتي ادارې ښایي داسې پلان ولري چې د مولانا فضل الرحمان له برخلیک سره سیاسي لوبه وکړي او داعش ته برائت ورکړي.
مولانا فضل الرحمان په دې وروستیو ګې بیا د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې ډیرې کړې او داسې ښکاري چې د پاکستان په سیاسي ډګر کې د څنډې ته کېدو په حال کې دی.