ټرمپ: زېلېنسکي له ټاکنو پرته یو دیکتاتور کُمېډین دی

AP ۱۴۰۳ کب ۱

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه توند پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دیکتاتور» بللی او زیاته کړې یې ده، چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله کړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۹مه) د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.

د امریکا ولسمشر لیکلي دي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زېلېنسکي ډېر ناسم روان دی، هېواد یې ویجاړ شوی او مېلیونونه خلک یې بې‌دلیله وژل شوي او دا لړۍ همداسې روانه ده.»

نوموړي همداراز، د اوکراین په جګړه کې د امریکا پر لګښتونو شدیدې نیوکې کړي او زیاتوي، چې هېواد یې د اروپا په پرتله په دې جګړه کې ډېر لګښتونه لګولي، په داسې حال کې چې اروپا د امریکا په پرتله دغو لګښتونو ته ډېره اړتیا درلوده.

هغه د اروپا لپاره د روسیې ګواښ ته په اشارې څرګنده کړې، چې امریکا د یوه لوی واټن په توګه ښکلی سمندر لري.

ده له اوکراین سره د بایډن ادارې پر مرستو د نیوکې ترڅنګ ادعا کړې او زیاتوي، زېلېنسکي اعتراف کړی چې د متحده‌ایالاتو له خوا لېږل شوې نیمایي پیسې نادرکه شوې دي.

ټرمپ پر ټروټ ټولنیزه پاڼه لیکلي دي: «ولادیمیر زېلېنسکي چې یو نسبتاً بریالی کُمېډین دی، امریکا یې قانع کړه، څو په یوې داسې جګړه کې ۳۵۰ مېلیارډ ډالر ولګوي چې په‌کې بری ناشونی دی. داسې جګړه چې هېڅکله باید پیل شوې نه وای او له امریکا او ټرمپ پرته به حل نه شي.»

ټرمپ خبرداری ورکړی، چې زېلېنسکي باید ژر تر ژره راپورته شي ګنې نوموړی به نور د حکومت کولو لپاره هېواد ونه‌لري.

د امریکا ولسمشر له روسیې سره د اوکراین جګړې په تړاو روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل: «ټول پر دې اعتراف کوي، چې یوازې زما حکومت د دې جګړې د پای ته رسولو وس لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اې‌ار ډي (ARD) ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې ښايي هېواد یې د افغانستان په څېر له برخلیک سره مخ شي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و، چې د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه‌کول د عملي‌کېدو نه دی او په وینا یې، دغه هېواد به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو