کرملین وايي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن په دې میاشت کې سره وویني، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسي د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ د لومړۍ مخامخ لیدنې لپاره چمتووالی ښايي ډير وخت ته اړتیا ولري.
ټرمپ ویلي، چې ممکن نوموړی په دې میاشت کې له پوتین سره وګوري او د اوکراین او هغه اندیښنه یې رد کړه چې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو څخه بهر پاتې کیږي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، چې په ریاض کې د امریکايي او روسیې چارواکو ترمنځ غونډه تر ډیره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو متمرکزه وه، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د درېیم کال په پای ته رسیدو سره دا د اوکراین د جګړې په اړه د جوړجاړي په لور یو «ډیر، ډیر مهم ګام و.»
پیسکوف وایي:«خو دا لومړی ګام دی... په طبیعي ډول دا ناشونې ده چې هرڅه په یوه ورځ یا یوه اونۍ کې سم شي. اوږده لاره پاتې ده.»
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې میاشت کې به پوتین او ټرمپ سره وګوري، پیسکوف وویل:« شاید هو، شاید نه.»
پوتین او د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په جینوا کې په یوه سرمشریزه کې سره لیدلي او له هغه وروسته بیا د دواړو هېوادونو مشرانو مخامخ لیدنه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین په اړه د لویدیځ پالیسي بدله کړې ده، له اوکراین یا اروپایي قدرتونو پرته یې له روسیې سره د خبرو اترو امر کړی او له پوتین سره یې د تیلو د بیو د راټیټولو په اړه خبرې کړې دي.