د روسیې د ملي شتمنیو صندوق رییس کیریل دیمیترییف ویلي چې تمه لري یو شمېر امریکایي شرکتونه د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې بېرته روسیې ته ورستانه شي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین زرګونه سرتیري اوکراین ته واستول، دمکډونالډز او کاترپیلر په ګډون ګڼ شمېر لویدیز شرکتونه له روسیې ووتل، چې ځینې یې د خپلو شتمنیو د پلورلو پر مهال له درندو مالي زیانونو سره مخ شول.
اوس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د لویدیز پالیسۍ بدلوي، د اوکراین او اروپایي هېوادونو له ګډون پرته له روسیې سره خبرې کوي او د نفتو د بیې راټیټولو په اړه غږیږي، چې روسیه یې یو مهم صادروونکی دی.
دیمیترییف تاس اژانس ته ویلي، « موږ تمه لرو چې یو شمېر امریکایي شرکتونه به د ۲۰۲۵ کال په دویمه ربع کې بېرته روسیې ته راشي».
خو هغه خبرداری ورکړ چې بېرته راستنېدنه به اسانه نه وي، ځکه « ډېرې سوداګریزې ساحې لا دمخه ډکې شوې دي».
دیمیترییف، چې د هارورډ او سټانفورډ فارغ التحصیل دی او پخوا یې د ګولډمین ساکس او مکنزي په څېر امریکایي شرکتونو کې کار کړی، وویل چې امریکایي شرکتونو د روسیې پریښودو له امله ۳۲۴ میلیارد ډالره تاوان کړی دی.
هغه رویټرز ته وویل، « ډېری شتمنۍ په بېخي ارزانه بیو وپلورل شوې، یو لوی تخفیف ورکړل شو».
د اوکراین له اشغال وروسته لویدیزو هېوادونو پر مسکو سخت بندیزونه ولګول، خو روسیې هڅه وکړه چې د دغو محدودیتونو پر وړاندې حللارې پیدا کړي. دیمیترییف وویل چې روسي تولیدوونکو د هغو نړیوالو شرکتونو ځای ونیو، چې بازار یې پریښود.
دیمیترییف باور لري چې د نفتو لوی امریکايي شرکتونه، چې «پخوا یې په روسیه کې ډېر بریالی تجارت درلود، یوه ورځ به بېرته راشي».
ډونالډ ټرمپ وایي چې غواړي د نفتو بیې راټیټې کړي او دا کار به یوازې د سعودي عربستان او روسیې، چې د نړۍ دوه ستر نفت صادروونکي دي، د همکارۍ له لارې ممکن وي.
په ریاض کې د امریکا او روسیې د خبرو پایله دا شوه چې دواړه هېوادونه د راتلونکو مذاکراتو لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړي او په واشنګټن او مسکو کې د سفارتي ماموریتونو عادي کولو ته کار وکړي.
د امریکا د کانګرس غړي جیک اوکنکلاس وویل، « روسیې د مذاکراتو لومړی پړاو وګاټه. کرملین په داسې دوه اړخیزو خبرو کې رسمي حیثیت ترلاسه کړ چې اوکراین او ناټو پکې نه وو شامل ».