د عراق د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله په سوریه کې د بشارالاسد د پوځ له خوا پاتې شوې وسلې کاروي.
فواد حسین له داعش سره پوځي مقابله ضروري وبلله او د دغې ډلې پر وړاندې یې د نړۍ د اجتماعي او چټک اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.
فواد حسین د متحده عربي اماراتو له دولتي ورځپاڼې نشنل سره په مرکه کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې اوس عمومي وضعیت بدل دی او د سیمې د هېوادونو تر منځ لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده.
حسین "د سوریې د وضعیت پېچلتیا" ته په اشارې سره وویل، چې بغداد تمه لري څو د داعش پر وړاندې په "ټولییزه مبارزه" کې له دمشق سره همکاري وکړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه ،چې تمه لري د امریکا په مشرۍ له نړۍوال اېتلاف سره د داعش په اړه خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره: "موږ د امریکا په مشرۍ له نړۍوال اېتلاف سره د داعش د ځپلو لپاره د خبرو اترو اراده لرو، ځکه چې موږ د داعش د بیا تنظیمېدو انتظار نه شو کولی."
هغه وویل، چې داعش په سوریه کې خپل دریځ پیاوړی کړی او هغه وسلې یې کارولې چې د بشارالاسد د رژیم د پوځ له خوا پاتې شوې وې.
د حسیني په وینا: «زموږ د معلوماتو له مخې، داعش د پخوا په پرتله ډېر مجهز، ښه تنظیم شوی او ډېر کسان ورسره یوځای شوي او د داعش یو شمېر مشران له بهر څخه هم ورسره یوځای شوي دي."
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل، «یا به برید وکړو یا به دوی برید ته چمتوالی نیسي. ځکه چې د داعش لومړی هدف به عراق وي.»
دغه جګپوړي عراقي چارواکي د غزې د خلکو د ځای پر ځای کولو په اړه د امریکا د ولسمشر د پلان په اړه وویل، چې دا پلان د عربي نړۍ لپاره یو ګواښ دی، په ځانګړې توګه ډونالډ ټرمپ په وار - وار د غزې د اشغال لپاره د خپل پلان خبره کړې ده.
هغه د ټرمپ د وړاندیز په اړه وویل: «د فلسطین مسله لومړی له فلسطینیانو سره تړاو لري بیا د فلسطین په شاوخوا هېوادونو پورې اړه لري، چې په کې مصر، اردن، لبنان او عربي او مسلمان هېوادونه هم شامل دي.»
عراق د غزې د بیارغونې د ملاتړ لپاره د فنډ جوړولو وړاندیز کړی او عربي هېوادونه په یو بدیل وړاندیز کار کوي، چې ټرمپ ته یې وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د فېبرورۍ په پای کې په قاهره کې د فلسطین په اړه د عرب لیګ غونډه جوړه شي او حسین وړاندوینه وکړه، چې دا غونډه به د "یو ګډ دریځ" لامل شي.