د اسراييل د بهرنيو چارو وزير: ترکيه له ايران سره مرسته کوي چې حزب‌الله ته پيسې ولېږدوي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۳۰

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر، له یو شمېر امریکایي چارواکو سره په ليدنه کې ویلي: «ترکیه له ایران سره مرسته کوي، چې حزب‌الله ډلې ته پیسې ولېږدوي.»

هغه زیاته کړه، ایران د ترکیې په ګډون د ځینو نورو چینلونو له لارې دغې ډلې ته د پیسو لېږد زیات کړی.

د دغې اسراییلي رسنۍ د معلوماتو له مخې، د اسراییل بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې چې اوه امریکایي سناتوران او د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي مرستیال مورګان اورتاګوس هم ګډون درلود، ګیډیون سعر دغې ډلې ته ویلي، چې ایران د حزب‌الله د مالي ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي ترڅو بېرته واک خپل کړي او ترکیه په دې بهیر کې فعاله برخه لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې پرمختګونه روان دي چې باید مخه یې ونیول شي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د داعش پر وړاندې د مبارزې او د کردانو خپلواکۍ ته د ګواښ په صورت کې باید امریکایي ځواکونه له سوریې ونه وځي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ ادعا کړې وه چې د سپاه پاسداران قدس ځواک د مساپر وړونکو الوتکو له لارې حزب الله ته پیسې قاچاق کولې.

نور خبرونه

رادیو