امریکا بیا بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې له امریکا ووځي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۳۰

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نیوم د سې شنبې په ورځ ویلي، چې هغه په ​​متحده ایالاتو کې د بې اسنادو کډوالو پر وړاندې د څو میلیون ډالرو تبلیغاتي کمپاین پیلوي.

هغې د ایکس شبکې له لارې د خبرداري په پیغام کې له بې اسنادو کډوالو وغوښتل، چې «سمدلاسه» له امریکا ووځي.

د سې شنبې په ورځ، د سلواغې۳۰مه، د امریکا د کورني امنیت وزیرېپه خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې که ناقانونه کډوالله متحده ایالاتو څخه ونه وځي، نو دوی به وشړل شي او امریکا ته به له بیا راستنیدو څخه هم بې برخې شي.

هغېولیکل: «دا د مجرمو ناقانونه کډوالو لپاره یو جدي خبرداری دی چې امریکا ته را نه شي.که دوی راشي، نو وبه څارل شي او بیرته به شړل کیږي.»

ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته د امریکا د کډوالۍ پروګرام وځنډاوه او د بې اسنادو کډوالو ایستل یې پیل کړل.

د هغه ادارې په دې وروستیو کې د هند او مرکزي امریکا هیوادونو په ګډون د یو شمیر هیوادونو وګړي چې امریکا ته په قاچاقي ډول ورغلي وو، بیرته په پوځي الوتکو کې خپلو هیوادونو ته استانه کړل.

د امریکا حکومت یو شمېر افغان او ایراني وګړي هم په یوه الوتکه کې پاناما ته و ایستل. متحده ایالاتو دا هم وویل، چې یو شمیر بې اسنادو مجرم کډوال یې د کیوبا د ګوانتانامو زندان ته لیږدولي دي.

نور خبرونه

رادیو