امریکا او روسیې له کیېف او اروپا پرته د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۳۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل. واشنګټن او مسکو د اوکراین د جګړې د حل پر لور لومړني ګامونه اخلي.

دغو خبرو چې د اوکراین او اروپایي چارواکو له ګډون پرته ترسره شوې، د کیېف او متحدینو ترمنځ اندېښنې پارولې.

دواړو لوریو تر څلورو ساعتونو ډېر بحث وکړ. دا خبرې وروسته له هغه ترسره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې اونۍ په اوږدو کې ټیلیفوني وغږېدل. د ټرمپ ټیم هڅه کوي چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا استازي مایک والټز ټینګار وکړ چې په اروپا کې د پای ته نه رسېدونکې جګړې دوام د منلو وړ نه‌دی.

روبیو دغه خبرې د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام وبللې او ټینګار یې وکړ چې « هرهغه اړخ چې د اوکراین د جګړې برخه دی، باید د حل‌لاره ومني».

نوموړي زیاته کړه چې اروپایي اتحادیه به باید په راتلونکو پړاوونو کې شامله شي.

امریکا او روسیه د اقتصادي همکارۍ پر راتلونکي بحث کوي

د اوکراین د جګړې ترڅنګ، د امریکا او روسیې چارواکو د اقتصادي همکاریو پر راتلونکي هم خبرې وکړې، چې د انرژۍ نړیوالو بیو ته پکې پاملرنه شوې. د روسیې استازي کیریل دیمیتریف وویل، که څه هم د هوکړې لپاره لا وختي ده، خو «دواړو خواوو یو بل واورېدل، یو بل ته یې درناوی وکړ او د مساوي شراکت په توګه یې چلند وکړ».

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وکتل، چې دا د سعودي عرب د نړیوالې ډیپلوماسۍ په وده کې د رول زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د امریکا لوړپوړو چارواکو د سې شنبې تر خبرو وروسته وویل، چې د اوکراین د درې کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره باید ټولې خواوې امتیازونه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: « نن د یوې اوږدې او سختې لارې لومړی ګام واخیستل شو، خو دا یو مهم ګام دی».

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې د امریکا د پلاوي غړی و، خبریالانو ته وویل، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا پلاوي وویل، چې مذاکرات به د خاورې او د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر سر روان وي. روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري.

روبیو وویل، ټرمپ غواړي ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي، او هدف « یوه عادلانه، دوامداره او پایښت لرونکې هوکړه» ده.

اوکراین او اروپا غبرګون ښيي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وار له مخه ویلي چې د اوکراین له ګډون پرته هیڅ هوکړه نه‌شي ترسره کېدای.

هغه تېره اونۍ وویل: « موږ، د یوه خپلواک هېواد په توګه، هیڅ داسې هوکړه نه‌ شو منلای چې موږ پکې نه وو».

اروپایي مشرانو هم د دوشنبې په ورځ جلا ناسته وکړه، څو د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي پر سر بحث وکړي.

دوی اندېښنه څرګنده کړه چې د امریکا او روسیې ترمنځ ممکن داسې هوکړه وشي چې د اروپا امنیتي ګټې له پامه وغورځوي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په پاریس کې یوه غونډه رابللې وه، چې د اروپایي چارواکو د یوهګډ پور اخیستلو میکانیزم ته د ودې ورکولو پر پلان خبرې وکړې او دا به د اوکراین د نظامي مرستو د تمویل لپاره وکارېږي.

که څه هم د ریاض خبرې یوه مهمه دیپلوماتیکه لاسته راوړنه ګڼل کېږي،خو امریکايي چارواکو ومنله چې « یوه ټیلیفوني اړیکه او یوه غونډه د دوامدارې سولې لپاره بسنه نه کوي».

دواړو غاړو توافق وکړ چې لوړپوړي ټیمونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تفصیلي نقشه جوړه کړي.

د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلګ نن ماښام کیېف ته سفر کوي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن د اوکراین له حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

خو، داسې ښکاري چې د اوکراین لپاره د ناټو غړیتوب موضوع له خبرو ایستل شوې، چې دا د کیف لپاره د یوې ناڅرګندې راتلونکې نښه ده.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي کیت کیلګ سره وکتل او ورته یې وویل چې اروپا غواړي له امریکا سره یوځای د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

فون در لاین له دې لیدنې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، « موږ غواړو له امریکا سره همکاري وکړو، چې د اوکراین لپاره یوه عادلانه او دوامداره سوله تضمین کړو».

هغې ټینګار وکړ چې له « مالي او نظامي لحاظه، اروپا تر ټولو زیات ملاتړ کړی او موږ به لا نور هم ګامونه پورته کړو».

د فون در لاین دفتر ویلي، هغې "داسې هر ډول حل‌لاره بیا تکرار کړه چې د اوکراین خپلواکي، ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی ولري او له پیاوړو امنیتي ضمانتونو سره مل وي».

نور خبرونه

رادیو