د رویټرز د خبر له مخې نن د (سلواغې ۳۰مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسي چارواکو تر منځ په اوکراین د جګړې ختمولو پر سره د لوړې کچې خبرې اترې پیل شوې دي.
د اوکراین په اړه خبرو کې اوکرایني چارواکي په دغو خبرو کې برخه نه لري.
تمه کېږي چې دوی به په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو او د امریکا او روسیې د اړیکو د بیا رغولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د دوی خبرې ښايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ سرمشریزې ته لاره هواره کړي.
د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې په دې غونډه کې ګډون نه لري، تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې له اوکراین پرته دوی د سولې هېڅ ډول تړون نه شي لاسلیک کولی.
هغه ویلي: «موږ د یوه خپلواک هېواد په توګه دا وایو چې، له موږ پرته هېڅ ډول تړون موږ ته د منلو وړ نه دی.»
په دې غونډه کې د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف برخه لري.
بلخوا بیا اروپايي حکومتونو، د دې احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړې چې روسیه او متحده ایالات کولی شي دوی له هغو خبرو اترو څخه ګوښه او بې برخې کړي چې د لویدیځ راتلونکی امنیت ټاکي.
اروپايي حکومتونو د سولې په دغو خبرو کې د رول غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي چې د غونډې له پیل څخه مخکې رسنیو ته اجازه ورکړل شوې چې ویډیو او یا هم انځورونه واخلي، خو چارواکو د خبریالانو هغه پوښتنې له پامه غورځولي چې ګوندې امریکا اوکراینیان له پامه غورځوي او واشنګټن له مسکو څخه د امتیازاتو غوښتنه کوي