د جرمني لومړی وزیر وايي غواړي یوه «قوي او خپلواکه» اروپا وویني

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۹

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ د پاریس په بیړنۍ ناسته کې له ګډون وړاندې خبریالانو ته وویل، غواړي یوه قوي او خپلواکه اروپا وویني. خو د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک غونډې ته له روانېدو وړاندې وویل چې دوی اوکراین ته سرتېري نه لیږي.

رویټرز وايي، داسې نښې شته چې متحده ایالات نور د اوکراین د شخړې د حل لپاره د اروپا نظر ته پام نه کوي.

شولڅ به د فرانسې، بریتانیا، ډنمارک، پولنډ، ایټالیا، هسپانیا، هالنډ له مشرانو او د ناټو او اروپايي اتحادیې چګپوړو چارواکو سره یو ځای شي، چې د امریکا د نوې تګلارې او د اروپا امنیت ته پېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

شولڅ خبریالانو ته وویل، «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې اروپا په قوي، خپلواک او مستقیم ډول پر راتلونکو ننګونو بریالۍ شي. دا پوښتنه هم پکې شامله ده چې موږ څنګه کولی شو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو او ډاډ حاصل کړو چې دا هېواد اوس یوازې پرېنښودل شي. زه ډاډه یم چې موږ به د دې موضوع په اړه یو څرګند دریځ غوره کړای شو».

په داسې حال کې، چې د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د اوکراین لپاره د سوله‌ساتونکو سرتېرو وړاندیز کړی، ځینې اروپايي هېوادونه له دغه وړاندیز سره همغږي نه دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا جرمني سرتېري د اوکراین د احتمالي سولې ماموریت په ډله کې استول کېدای شي، شولڅ د یوه قوي اوکرایني پوځ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، « دا ډېره مهمه ده چې موږ پوه شو، له بده مرغه، موږ لا هم له دې ځایه ډېر لرې یو، نو اوس پوښتنه دا ده: څنګه سوله تضمین کېدای شي پرته له دې چې د اوکراینیانو پر سر پریکړې وشي؟ دا زما لپاره خورا روښانه ده چې تمرکز باید په خورا قوي اوکرایني پوځ وي، حتا د سولې په وخت کې».

نوموړي وویل، چې تر کومه وخته جګړه وي، په اوکراین کې به د اروپایي سرتیرو پوښتنه نه وي.

خو د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک غونډې ته له روانېدو وړاندې په روښانه ټکو وویل چې دوی اوکراین ته سرتېري نه لیږي.

توسک وویل، « پولنډ هیڅ نیت نه لري، چې خپل سرتېري اوکراین ته ولیږي.پولنډ د امنیت په برخه کې له اروپايي اتحادیې، متحدینو او متحده ایالاتو سره د ګډې همکارۍ دوام ته ژمن دی».

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون دا غونډه وروسته له هغه راوبلله، چې جوته شوه اروپايي هېوادونه د ریاض په کوربه توب د امریکا او روسیې له خبرو اترو ځنډې ته شوي.

نور خبرونه

رادیو