شهباز شریف: د نړیوال بانک پانګونه د پاکستان د پراختیا لپاره نوې لار برابروي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۹

د پاکستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد په روغتیا، زدکړو، د ځوانانو پراختیا او نورو ټولنیزو پروژو کې د نړیوال بانک میلیارد ډالري پانګونه به په دغه هېواد کې د پراختیا نوې لار برابره کړي.

شهباز شریف نن په اسلام اباد کې د نړیوال بانک له پلاوي سره په غونډه کې دا خبره وکړه.

د پاکستان راډیو د خبر له مخې، شهباز شریف د دې پلاوي هرکلي سره وویل، چې پاکستان او نړیوال بانک د دغه هېواد له جوړېدو راهیسې خپلمنځي همکاري لري او دې همکارۍ د پاکستان په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي شریف دغه پلاوي ته د نړیوال بانک له خوا د منظورو شویو پیسو په مټ د پیل شویو اقتصادي او پراختیايي پروژو لنډیز هم ډاګیز کړی دی.

نوموړي دا هم ویلي چې د هېواد اقتصاد یې پر سمه لار او د پرمختګ په لور روان دی.

نړیوال بانک د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره د راتلونکو دوو لسیزو لپاره ۴۰ میلیارد ډالر تصویب کړي دي.

د بانک پلاوی نن اسلام اباد ته ورسېد چې په دې تړاو د دغه هېواد له چارواکو سره پر پرمختايي پلانونو، د پانګونې چانسو او ستراتیژیو خبرې وکړي.

دغه پلاوی پښتونخوا، پنجاب او سند ته هم سفر لري او د بلوچستان له چارواکو سره هم ګوري.

دوی په دغه ګام له نږدې دا لیدل غواړي چې له نړیوال بانک سره د پاکستان د مرکزي حکومت له ژمنو سره سم د دغه هېواد د تلپاتې پرمختګ لپاره په هره سیمه کې پلانونه پلي کېږي او څه چانسونه او ننګونې شته.

نور خبرونه

رادیو