د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، چې ښایي ډېر ژر د اوکراین د جګړو د پایته رسېدو په اړه د خبرو اترو په موخه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي، چې په چټکۍ سره د اوکراین د سولې لپاره هڅې کوي.
نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې باور لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم د جګړو د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امریکا او روسیه د راتلونکو ورځو لپاره په سعودي عربستان کې د مذاکراتو د لومړي پړاو د پیلېدو لپاره د چمتوالي په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې ډېر ژر به له یو بل سره وګوري او د خپلو ډېپلوماتیکو ټیمونو له لارې به سمدستي خبرې اترې پیل کړي.
که څه هم د روسیې او اوکراین په جګړه کې اوکراین د امریکا ملاتړ له ځانه سره درلوده، خو اوسمهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین لپاره په ناټو کې د غړیتوب ترلاسهکول د عمليکېدو نه دی.
ټرمپ زیاته کړې، چې اوکراین به ونه شي کړای څو له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین برید وکړ او د دغه هېواد په ختیځ کې یې د څلورو ولایتونو لویې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.