د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره یې د لیدنې پرمهال په غزه کې د اوربند د پليکېدو لپاره پر ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.
روبیو د سېشنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یو بیان کې زیاته کړې، چې په دې خبرواترو کې د حماس لهخوا د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په اقتصادي او دفاعي برخو کې د پراخې همکارۍ پر اړتیا تمرکز شوی دی.
په بیان کې راغلي، چې دواړو خواوو په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ د ترلاسهکېدو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.
دا خبرېاترې او لیدنې د منځني ختیځ د کړکېچونو د حل او له سعودي عربستان سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د ډېپلوماټیکو اړیکو د هڅو یو نوی پړاو بلل کېږي.
له دې مخکې بهرنیو رسنیو راپور ورکړی و، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او روسي سیال یې سرګي لاوروف د دواوړ هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښهوالي او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره په سعودي عربستان کې ګوري.
دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له ټلیفوني خبرواترو وروسته ویلي و، چې دواړه خواوې به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سملاسي مذاکرات پیل کړي.