په داسې حال کې، چې برلین ټاکنو ته تیاری نیسي، یوه نوې سروې ښيي، چې د جرمني ښارونه له جدي مالي ستونزو سره مخ دي او ډېری د روان کال لپاره انډول بودجه نه شي وړاندې کولای.
بهرني سیالۍ، د انرژۍ لوړو لګښتونو، د سود بیو او اقتصادي ناڅرګندتیاوو د جرمني پر اقتصاد فشار راوړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د دویم ځل لپاره وځپه او اټکل کیږي چې دا کال به لا نور کم شي.
د جرمني د ښارونو ټولنې د یوې سروې له مخې، د لویو ښارونو شاوخوا ۳۷ سلنه د خپلو بودجو انډولیزتیا پسې نه شي رسېدلی او ۴۷ سلنه له زېرمو کار اخلي.
د سروې پایلې له فدرالي ټاکنو ایله یوه اونۍ مخکې خپریږي، چې د کمزوري اقتصاد مساله پکې د رایه ورکوونکو لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده او اټکل کیږي چې ښی اړخی ګوند د جرمني لپاره بدیل (اې اېف ډي) ګوند دویم ځای ترلاسه کړي.
یوازې دوه سلنه جرمن ښارونه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل مالي وضعیت په اړه خوشبین دي.
مارکوس لیوي د ښارونو ټولنې رییس په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې « د ښاروالۍ د متوازنې بودجې دور پای ته رسیدلی، مساله جوړښتي ده، نه د ښارونو خپله ګناه».
لیوي وویل چې راتلونکی فدرال حکومت باید بیړني ګامونه واخلي چې د ښارونو د بشپړ مالي سقوط مخه ونیسي او دا ګامونه د مالیې عادلانه ویش، د فدرالي دندو بشپړ تمویل او د پورونو پر بندیز بیا غور کېدای شي.
د ښارونو پر بودجې د ماشومانو پاملرنې، د معیوبیت ملاتړ او د مشرانو پاملرنې لګښتونو په څېر د ټولنیزو لګښتونو ډېرېدو ډېر فشار راوستی.
د ښاروالیو ټولنیز لګښتونه تېر کال ۱۲ سلنه زیات شوي دي، د ماشومانو او ځوانانو د پاملرنې او روزنې لګښتونه د تېرې لسیزې په اوږدو کې له ۳۲.۸ میلیارده یورو څخه ۶۷.۶ میلیارده یورو ته لوړ شوي چې له۷۰.۸۴ میلیارده ډالرو سره برابر دي.
د لګښتونو اصلي لاملونه نوي بې تمویله دندې دي لکه د ټولو ورځو لپاره د ماشومانو د پاملرنې قانوني حق( په وړکتون کې ساتل)، چې فدرالي او ایالتي حکومتونو جاري کړې دي.