رویټرز: امریکا او روسیه به د اوکراین د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې سره خبرې وکړي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۸

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري.

په راپور کې راغلي، چې دواړه خواوې به په دغې لیدنه کې د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا یو قانون جوړونکي په دې تړاو رویټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي:« کېدای شي، چې دا خبرې د راتلونکې شنبې په ورځ پرانیستل شي».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د جمعې په ورځ یې په جرمني کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره ولیدل وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به د ستراتیژیکو شریکانو سره د مشورې پرته له روسیې سره خبرې ونکړي.

د امریکا د کانګرس غړي مایکل مکال رویټرز ته ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف به سعودي عربستان ته سفر وکړي. دا لا روښانه نه ده چې دوی به له روسي لوري څخه له چا سره وویني.

د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې مک مکال وویل، چې د خبرو اترو هدف د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او زیلینسکي ترمنځ د غونډې تنظیم کول دي «ترڅو سوله راشي او دا شخړه پای ته ورسېږي.»

ټرمپ په امریکا کې د واک ترلاسه کولو ورسته په وار، وار ژمنه کړې چې د اوکراین جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ پوتین او زیلینسکي سره په جلا توګه تلیفوني خبرې کړې، چې د واشنګټن اروپایي متحدین یې اندېښمن کړي چې دوی به د سولې له هر ډول پروسې څخه و اېستل شي.

دغه وېره وروسته له هغې زیاته شوه، کله چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین لپاره وویل چې اروپا به د خبرو اترو په میز کې ځای ونلري.

مخکې له دې چې روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې وکړي؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی د پوتین او ټرمپ ترمنځ د غونډې لپاره د چمتووالي په منظمو اړیکو هوکړه وکړه.

متحده ایالاتو او اروپا د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته په لسګونو ملیارد ډالر پوځي مرسته ورکړې ده.

ټرمپ ویلي، چې هغه د اوکراین ملاتړ کوي؛ خو د کیف لپاره د متحده ایالاتو د تمویل لپاره امنیت هم غواړي.

متحده ایالات او اوکراین اوس‌مهال د یوې داسې معاملې په اړه خبرې اترې کوي، چې کولی شي د اوکراین پراخه طبیعي شتمني د متحده ایالاتو پانګونې ته پرانیزي.

درېیو سرچینو رویټرز ته وویل، چې متحده ایالاتو د اوکراین د مهمو منرالونو د ۵۰ سلنه ملکیت وړاندیز کړی.

زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، د تړون په مسوده کې هغه امنیتي تدابیر شامل نه وو چې کیف ورته اړتیا لرله.

نور خبرونه

رادیو