د هند په نوي ډیلي کې د اورګاډي په تم ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله ۱۵ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۸

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
په دغو مړو شویو کسانو کې لس ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

دغه کسان د مهاکمب په کلني مذهبي جشن کې د ګډون لپاره اورګاډو ته په تمه وو.
دغه پېښه د شنبې په شپه په ځایي وخت شاوخوا اته بجې د نوي ډیلي د اورګاډي په تم ځای کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ګڼ شمېر خلک د پریاګراج ښار ته د تګ لپاره د اورګاډو په تمه وو.
پریاګراج هغه ښار دی، چېرې چې دغه مذهبي مراسم ترسره کېږي چې د پلازمینې څخه شاوخوا ۶۲۴ کیلومتره مټره لرې پروت دی.
د ډیلي سر وزیر خبریالانو ته ویلي، چې په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي؛ خو اېن ډي ټي وي راپور ورکړی، چې د مړو شمېره ۱۸ ده.
هغه ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي، چې خلک ډکو اورګاډو ته د ننوتلو هڅه کوي.
هندي رسنیو راپور ورکړی، کله چې خلک اورګاډي ته د پورته کېدو لپاره ګړندي شول؛ نو وضعیت له کنټروله ووت او ځیني مساپر د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي له امله بې هوښه شول.
چارواکو ویلي، چې مهاکمب ته یوازې په جنورۍ میاشت کې شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه کسان ورغلي وو.
تېره میاشت هم په مهاکمب مذهبي مېله کې د ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي وو.
د هند د اورګاډي سیسټم په تېرو دوو کلونو کې د خونړیو پېښو شاهد و او یوازې په ۲۰۲۳ کال په یوې پېښه کې لږ تر لږه ۲۸۸ کسان مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو