د «جي ۷» هېوادونو وزیران: پر روسیې راتلونکي بندیزونه د ښه نیت خبرو سره تړاو لري

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۷

د«جي ۷ » هېوادنو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ هوکړه وکړه، چې د اوکراین لپاره د قوي امنیتي تضمینونو او په روسیه باندې د راتلونکو بندیزونو سره د مسکو له خوا د ښه نیت خبرو اترو او سولې تړون ترلاسه کولو لپاره به ګډ کار ته دوام ورکړي.

په دغو وزیرانو کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په کې شامل و، د مونیخ امنیتي کنفرانس کې له غونډې وروسته وویل. "د فېبرورۍ وروسته هر ډول نوي، اضافي بندیزونه باید په دې پورې تړلي وي، چې ایا د روسیې فډراسیون د اوکراین پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ریښتیني نیک نیت هڅو ته ننوځي، چې اوکراین ته د یو خپلواک هېواد په توګه اوږدمهاله امنیت او ثبات برابروي."

د «جي ۷ »هېوادونه چې فرانسه، جرمني، ایټالیا، کاناډا، جاپان، برېتانیا او اروپايي اتحادیه هم په کې شامله ده، د دوامدارې سولې د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کولو لپاره په ژمنې ټینګار وکړ او "د قوي امنیتي تضمینونو رامنځته کول یې جدي اړتیا وبلله، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې جګړه به بیا پیل نه شي."

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له ټلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته ویلي، چې روسیه باید د «جي ۷» هېوادونو ډلې د غړي په توګه بېرته راستنه شي.

ټرمپ وویل، دا «ډېره ممکنه ده، چې که روسیه د «جي ۷» هېوادونو له ډلې څخه نه وای اېستل شوې، په اوکراین کې به هېڅکله بشپړه جګړه نه وای پیل شوې روسیه باید د «جي ۷» برخه وي.

نور خبرونه

رادیو