د فرانسې د ولسمشرۍ مانۍ یوه چارواکي د شنبې په ورځ وویل، فرانسه له خپلو متحدینو سره د اوکراین په اړه د اروپايي مشرانو د غیر رسمي سرمشریزې په اړه خبرې کوي.
همدا ډول څلورو اروپايي ډیپلوماتانو وویل، چې احتمال لري دا غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي د شنبې په ورځ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پاریس کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې غوښتنه کړې ده.
په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فشار وروسته د اروپا تمرکز د اوکراین لپاره د امنیت تضمین چمتو کولو او همدارنګه د اروپا د ډله ییز امنیت پیاوړتیا ته را اوښتی.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د اروپا د پوځ د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، چې لوېدیځ نور نه شي کولی د متحده ایالاتو څخه د ساتنې ډاډ ترلاسه کړي.
څلورو ډیپلوماتانو چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل، په دې اړه بحثونه روان دي چې څوک باید کومې غونډې ته ور وبلل شي.
له دوی څخه دوو یې وویل، چې د اروپايي اتحادیې بهر غړي برېتانیا ته بلنه ورکړل شوې وه.
د هالنډ خبري اژانس راپور ورکړی، چې لومړی وزیر ډیک شوف به د دوشنبې په ورځ د سرمشریزې لپاره پاریس ته لاړ شي.
دا څرګنده نه ده، چې ایا د اوکراین ولسمشر ولادیمر زېلېنسکي ته به بلنه ورکړل شي او کنه.