تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، د دې لیدنې په ترڅ کې د امریکا ولسمشر هند د (ایف-۳۵) جنګي جیټ الوتکو په ګډون د عصري دفاعي وسایلو د ورکړې اعلان هم کړی.
په دغې ناسته کې پاکستان له ترهګرۍ په ملاتړ هم تورن شوی.
سربېره پردې، د امریکا د ولسمشر او د هند لومړي وزیر تر منځ له لیدنې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان باید د ممبۍ او پټانکوټ بریدونو مسوولان عدالت ته راکاږي او اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره د پولې هاخوا د ترهګرۍ لپاره وکاروي.
پاکستان د ټرمپ او مودي د غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون ښودلی او په ګډه اعلامیه کې یې د پاکستان یادونه یو اړخیزه، ګمراه کوونکې، حیرانونکې او د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بللې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، په يوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان، هند ته د پرمختللو ټیکنالوژیو د لیږد په اړه جدي اندېښنې لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې: «د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او امریکا له همکاریو سره سره، دا د حیرانتیا خبره ده چې په ګډه اعلامیه کې داسې منفي تبلیغات راځي.»
شفقت علي خان وویل، په ګډه خبرپاڼه کې د داسې یوې حوالې په شاملولو سره، هند نه شي کولی چې د ترهګرۍ خوندي ځایونو او له خپلو پولو هاخوا د ناقانونه وژنو ملاتړ پټ کړي.
هغه وويل چې د هند او امريکا ګډه اعلاميه «بې بنسټه، ناسمه او د ارزښتونو خلاف بولو. ګډه اعلاميه د هند له خوا د عامه حقونو د سرغړونې په ځواب کې پاتې راغلې. د ترهګرۍ څخه د اغېزمن شوي هېواد په توګه، پاکستان په نړۍ کې د سولې او ثبات د ودې لپاره هڅه کوي.»