د چین د بهرنیو چارو وزیر: که امریکا د چین ځپل غواړي بیجنګ تر پایه ورسره لوبیږي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۷

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، سره له دې چې بیجنګ له واشنګټن سره د شخړو پلوی نه دی، خو که امریکا د چین د ځپلو پرېکړه کړې وي، نو بیجینګ به تر پایه ورسره ولوبیږي.

وانګ، چې د مونشن امنیتي کنفرانس پر مهال یې خبرې کولې، وویل چین به یو اړخیزو «زورواکانه» کړنو ته پرېکنده ځواب ووايي، خو هیله لري چې امریکا له چین سره د همکارۍ لاره خپله کړي.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر ټولو توکو ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوله، سره له دې چې څو اونۍ وړاندې یې د چین له مشر شي جینپینګ سره مثبتې ټیلیفوني خبرې کړې وې.

د تعرفو دغه اقدام چین اړ کړ چې پر ځینو امریکایي وارداتو تر ۱۵ سلنې مالیات ولګوي.

له دې سره د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د بشپړې سوداګریزې جګړې وېره بېرته را ژوندۍ شوې ده.

له دې مخکې د بایډن ادارې د پرمختللو ټکنالوژیو پر صادراتو نور محدودیتونه ولګول، څو چینایي شرکتونه داسې پرمختللي چیپونه جوړ نه کړای شي، چې د چین پوځ یې وکاروي.

بیجینګ ویلي چې دغه محدودیتونه د چین د ټکنالوژیک پرمختګ د مخنیوي لپاره د اوږدمهاله پلان یوه برخه ده.

د رویټرز د رپوټ له مخې، وانګ وویل: « چین د ستونزو او خنډونو په ماتولو سره پرمختګ کړی او وده یې کړې او له هېڅ شي نه وېرېږي».

نوموړي یو شمېر چینایي متلونه یاد کړل، چې یو یې د چین له تاریخي کتاب « د بدلونونو کتاب» څخه و، « د جنت حرکت له انرژۍ ډک دی، نو هوښیار (یې تعقیبوي) ځان تکړه کوي او نه ستړی کیږي».

وانګ بیا په طنزیه ډول وویل، « ددې کرښو ژباړل سخت دي، کولای شئ له DeepSeek نه مرسته وغواړئ».

ډیپ سیک د مصنوعي ځیرکتیا اپلیکېشن دی چې چین د امریکا د چیپ له محدودیتونو سره سره، جوړ کړی او ویل کېږي د امریکا له پرمختللو اې آی چیټ‌ بوټونو لکه چټ جي پي ټي سره سیالي کوي.

نور خبرونه

رادیو