د خراسان ډایري په نامه یوې پاکستاني رسنۍ ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ ځانګړو ځواکونو د شنبې سهار د (سلواغې ۲۷مه) د خېبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ لپاره د «ټي ټي پي» والي ثاقب ګنډاپور له اتو وسله والو سره یو ځای وژلی دی.
د راپور له مخې دغه بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوې دي.
د پاکستاني طالبانو پر دغه غړي برید د خېبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان اړوند په کلاچې سیمه کې شوی.
د ثاقب ګنډاپور تر څنګ په کې د ټي ټي پي قوماندان امان الله، قوماندان سعید او لیاقت هم وژل شوي دي.
پاکستاني طالبانو هم پر دوی د پاکستاني پوځ له لوري شوي بریدونه منلي او په کې یې د دوی د مهمو کسانو د وژل کیدو خبره هم کړې ده.
ویل کېږي یادې وسله والې ډلې د وژل شوي ثاقب ګنډاپور د ځای ناستي په تړاو هم پرېکړه کړې، خو لا یې بشپړ جزیات نه شته.
پاکستاني طالبانو په تېره جنورۍ میاشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان پوځ نږدې ۱۵۰ پوځیان او غړي یې په وسله والو نښتو کې وژلي دي.
تر دې نږدې میاشت مخکې د پاکستان پوځ اعلان کړی و چې د خېبر پښتونخوا اړوند د خېبر ولایت لپاره یې د طالبانو والي وژلی او دا دی له یوې میاشتې تېریدو وروسته د یادې ډلې یو بل والي یې هم وژلی دی.
هم مهاله په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونو هم زور اخیستی او هره ورځ د وزیرستان په ګډون د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي.
اسلام اباد اندېښنه ښودلې چې طالبانو په افغانستان کې «ټي ټي پي» وسله والې ډلې ته پټنځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي دي.
پاکستان په بیا بیا ځل په نړۍ والو غونډو او د هېوادونو له استازو سره په ناستو کې نیوکې کوي چې طالبان یې د افغانستان خاوره پر ضد کاروي.
په افغانستان کې د «ټي ټي پي» د پټنځایونو شتون د طالبانو او اسلام اباد پر اړیکو ژورې اغېزې کړي او د لفظي شخړو ترڅنګ دواړه لوریو پر یو بل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله وال بریدونه هم کړي دي.