له ډېرو فشارونو وروسته، حماس د شنبې په ورځ د غزې د اوربند د هوکړې له مخې د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.
اسراییلي پوځ د دغو فلسطیني یرغملو د خوشې کېدو پر مهال، دوی ته د یهودي مذهبي نښانونو سره جوړ کمیسونه پر تن کړي و، چې پرې «نه به یې هېر کړو او نه به یې وبښو» کلمې لیکل شوې وې.
حماس د اسراییلي پوځ دغه کړنه غندلې او دا یې توکمپالنه بللې ده.
خان یونس ته په رسېدو په رام الله او غزه کې د فلسطیني بندیانو تود هرکلی وشو او له کلونو وروسته دوی له خپلو کورنیو او عزیزانو سره یو ځای شول.
الکسانډر تروفانوف، ساګي ډېکل چن او یایر هورن هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي، چې حماس خوشې کړل.
د بندیانو دا تبادله داسې مهال ترسره شوه، چې نړۍواله ټولنه په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
له دې مخکې حماس ډلې اسراییل د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ او ویلي یې و، چې تر بلې خبرتیا پورې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول ځنډوي.
دې سره جوخت، د اسراییل د دفاع وزیر کاتز د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون خپلو سرتېرو ته په لوړه کچه د تیارسۍ امر وکړ او حماس یې د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې څه باندې ۴۸ زره او ۲۳۹ فلسطینيان وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د غزې کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.