نړۍوالۍ رسنۍ وايي چې ټاکل شوې سبا اسراییل او حماس د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د شوې هوکړې پر بنسټ د یو بل یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د سلواغۍ ۲۶مه) راپور ورکړی، چې حماس به سبا درې اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کوي.
الکسانډر تروفانوف، ساګي ډېکل چن، او یایر هورن هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي چې سبا به یې حماس جهادي ډله د دواړو خواوو ترمنځ منځګړي بشرپاله بنسټ، سره صلیب ته وسپاري.
ورته مهال، اسراییل خبر ورکړی چې له حماس سره د اوربند د شوې هوکړې پر بنسټ به ۳۶۹ فلسطیني یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د بندیانو دا تبادله داسې مهال اعلانېږي چې نړۍواله ټولنه په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې کوي.
له دې مخکې حماس ډلې اسراییل د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ او ویلي یې و چې تر بلې خبرتیا پورې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو خوشې کول ځنډوي.
دې سره جوخت، د اسراییل د دفاع وزیر کاتز د حماس د دغې پرېکړې په غبرګون خپلو سرتېرو ته په لوړه کچه د تیارسۍ امر وکړ او حماس یې د اوربند له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند یو شرط دا دی چې فلسطینيانو ته د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستې ورسېږي.
د یادونې ده چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې څه باندې ۴۵ زره فلسطینيان وژل شوي او د غزې کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.