د تاجکستان لویې څارنوالۍ اعلان کړی، چې تر ۳۰ ډېر کسان د یو جشن د ګډونوالو د مسمومولو په تور له ۸ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د تاجکستان د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې نیول شوي کسان له داعش ډلې پورې تړاو لري.
د تاجکستان څارنوالانو د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) وویل، چې تورنو کسانو تېر کال د نوروز د مراسمو پر مهال د پلازمېنې په ختیځ وحدت ښار کې په زهرجنو خوړو سره د دغه جشن د ګډونوالو د مسمومولو هڅه کړې وه.
د تاجکستان د لویې څارنوالۍ د ترورېزم او افراطیت پر وړاندې د مبارزې مشر جمعه نظر سید احمدزاده خبریالانو ته وویل، چې د دغې پېښې په تړاو لس نور کسان هم تر څار لاندې دي.
د تاجکستان رسنیو د راپورونو له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې د داعش نهو زندانیانو د وحدت ښارګوټې له زندان د تيښتي د هڅې پر مهال ۵ نور زندانیان وژلي وو.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي وو، چې وسله والو په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې درې بریدونه کړي او د دوو نورو بریدونو مخه نیول شوې ده.
تاجکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او په تاجکستان کې د هغو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.