د مروتو قومي جرګې ټي ټي پي ته د اټومي انرژۍ کارکوونکو د خوشې کېدو لپاره درې ورځې وخت ورکړ

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۶

د پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ قومي جرګې د پاکستان اټومي انرژۍ کمېسیون د تښتول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو لپاره «ټي ټي پي» ته درې ورځې وخت ورکړ.

دغې جرګې وسله والو ته ګواښ کړی، که یې غوښتنه ونه منل شي، د سیمې خلک به د دوی په وړاندې بل اقدام وکړي.

جرګه د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۵مه) د لکي مروت په کبیر پارک کې را بلل شوې وه، چې په کې د سیمې د ناسم امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې.

په جرګه کې د پخواني وفاقي وزیر انور سیف الله خان، د پاکستان قامي اسمبلۍ پخواني غړي نصیر محمد خان مایدخېل، د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت، پخواني وفاقي سکرتر اختر منیر مروت، د صوبایي اسمبلۍ غړو جوهر محمد خان او د طارق سعید خان تر څنګ یو شمېر نورو ځایي مخورو هم ګډون کړی وو. 

د جرګې غړو د نا امنۍ او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي له امله ژوره اندېښنه وښوده.

دوی وویل چې دا جرګه د تښتول شویو کسانو د خلاصون، د امنیتي ادارو د رول او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره راغوښتل شوې وه.

پخواني وفاقي وزیر انور سیف الله خان له مرکزي او صوبایي حکومتونو وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره بېړني او جدي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه، چې قومي مشرانو څو ځله جرګې کړې خو اوس د عملي اقداماتو وخت رارسیدلی دی.

یو بل قومي مشر نصیر محمد خان میادخیل خبریالانو ته وویل، چې طالبان له بلې سیمې نه دي راغلي، بلکې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او باید د تاوتریخوالي ناسمه لاره پرېږدي.

هغه د جرګې ګډ پرېکړه لیک هم ولوست او اعلان یې وکړ چې تښتول شوي کارکوونکي د همدغې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ طالبانو ته درې ورځنی ضرب الاجل ورکړی، چې ټول یرغمل شوي کسان د مروت قبیلې ته وسپاري، که داسې ونه شي، نو قبیله به د پښتني دودونو له مخې اقدام وکړي.»

نصیر محمد مایدخېل خبره، امنیتي ادارې دې هم د مروت قبیلې ټول بې ګناه کسان په درې ورځو کې ژر تر ژره خوشې کړي.

هغه همداراز د هغو کسانو لپاره د نغدي مرستو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په وروستیو پېښو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کابو میاشت وړاندې پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د پاکستان د اټومي انرژۍ اته کارکوونکي برمته کړل چې لا یې هم برخلیک نه دی معلومات او «ټي ټي پي» د دغو کارکوونکو یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې په کې برمته شویو کسانو د پاکستان له حکومته غوښتي وو، چې د یادې وسله والې ډلې غوښتنې دې د دوی د خلاصون لپاره ومني.

نور خبرونه

رادیو