د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې یوه روسي ډرون الوتکه چې درنه چاودېدونکې سرګلوله یې لرله تېره شپه د (سلواغې ۲۵مه) په کیف کې د چرنوبیل د اټومي بټۍ د خوندیتابه له دیوال سره لګېدلې ده.
زیلنسکي او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) تایید کړې چې په برید کې د اټومي انرژۍ د وړانګو کچه نه ده لوړه شوې.
د روسیې چارواکو تر اوسه پورې د اوکراین د دې ادعا پر وړاندې چې برید روسیې کړی غبرګون نه دی ښودلی او نه هم خپلواکو سرچینو دغه پېښه تایید کړې.
زیلنسکي زیاته کړه چې برید د بټۍ جوړښت ته زیان اړولی او اورلګېدنه یې رامنځته کړې، خو اور اوس مړ شوی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې برید د سیمې پر وخت ۱:۵۰ د شپې (۲۳:۵۰ د ګرینویچ پر وخت) شوی.
دغه اداره ټینګار کوي چې «هیڅ نښه نه شته چې د بټۍ دننه برخه دې زیانمنه شوې وي.»
د چرنوبیل حفاظتي دېوال چې په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی، د دې لپاره ډیزاین شوی چې د ۱۹۸۶ کال د چاودنې له امله پاتې شوني راډیواکټیف مواد کنټرول کړي.
هغه چاودنه د نړۍ د بدترینو اټومي پېښو له ډلې وه.
د روسیې او اوکراین درې کلنې جګړې د اوکراین د څلورو اټومي بټیو د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي، په ځانګړي ډول د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې د اوکراین په سویل کې پرته او د روسیې تر کنټرول لاندې ده.
دغه بټۍ د اروپا تر ټولو لویه او د نړۍ له ۱۰ سترو اټومي بټیو څخه ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په اېکس کې لیکلي چې پر چرنوبیل بټۍ برید او د زاپوریژیا اټومي بټۍ ته نږدې د نظامي فعالیتونو زیاتوالی د «اټومي امنیت د دوامداره ګواښونو نښه ده.»