د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وايي، چې د ټرمپ اداره د جګړې د حل په توګه اوکراین ته د ناټو له غړیتوب سره مخالفت کوي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د اوکراین لپاره د ناټو د غړیتوب ترلاسه کول د عملي کېدو وړ نه ده.
ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د فبروۍ په ۱۲مه) ویلي، اوکراین به ونه شي کړای چې له روسیې سره په جګړه کې خپلې بایللې سیمې بېرته ترلاسه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر د ناټو له متحدانو سره د خپلې لومړۍ غونډې په ترڅ کې د اوکراین د جګړې په اړه د واشنګټن په چلند کې بدلون په ډاګه کړ.
هغه دغه خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لومړۍ ټیلیفوني اړیکې اعلانولو لږ وروسته وکړې.
هغه وایي: «زموږ پیغام روښانه دی. وینه تویېدنه باید ودرول شي او دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.»
هغه زیاته کړه: «موږ به یوازې دغه ویجاړونکې جګړه پای ته ورسوو او دوامداره سوله به رامنځته کړو.»
هېګسټ وویل، اوکراین باید د روسیې سره د خبرو اترو له لارې د جوړجاړي لپاره چمتووالی ونیسي.
د هغه په وینا، اروپایي هېوادونه باید د اوکراین لپاره د راتلونکو ژغورونکو مرستو لویه برخه چمتو کړي.
په نږدې درېیو کلونو کې شاوخوا ۵۰ هېوادونو په ګډه اوکراین ته له ۱۲۶ میلیارده ډالرو څخه ډېرې وسلې او پوځي مرستې کړې دي. امریکا د بایډن ادارې په مشرۍ په دې برخه کې د شاوخوا ۶۴ میلیارده ډالرو مرسته کړې ده.