د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر د اروپایي اتحادیې له سفیرانو سره په کتنه کې ټينګار وکړ، چې که حماس پاتې نور یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي پوځي عملیات به بېرته پیل کړي.
هغه دغه راز خبرداری ورکړ، چې اسراییل چمتو دی څو د حماس د هر ډول برید پروړاندې ودرېږي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې وویل: «نن مو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په بهیر کې د نقض په اړه د حماس د اعلامیې په اړه خبرې وکړې. د پاتې یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو په اړه د حماس پرېکړه جګړو ته د بېرته ګرځېدو په معنا ده. مونو تر اوسه هېڅ اقدام یو اخیز نه دی ترسره کړی.»
نوموړي زیاته کړه: «هر هغه کس چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو بهیر لیدلی وي، د زړه بوږنوونکو صحنو شاهد و. خو هغه څه مو چې د شنبې په ورځ ولیدل تر ټولو ډېر وحشتناک و. خوشې شوي کسان د لوږې او شکنجې له امله خپل ډېر وزن بایللی و.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د دغه هېواد له سیاسي-امنیتي کابینې سره تر څلور ساعته غونډې وروسته وویل، چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اوربند به پای ته ورسېږي.
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو په صورت کې به د حماس تر بشپړې ماتې پورې اسراییلي پوځیان سختو جګړو ته بېرته وګرځي.