د امریکا نړۍوالې پراختیا ادارې یوه چارواکي رویټر خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دې ادارې سرپلټوونکی پاول مارټین له دندې ګوښه کړی دی.
د رویټر په راپور کې راغلي، چې ښاغلی مارټین د سې شنبې په ورځ د (سلواغلې ۲۳مه) وروسته له هغه له دندې ګوښه شو، چې هغه په یوه راپور کې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د له منځه وړلو په اړه د ټرمپ ادارې پر هڅو نیوکه وکړه.
هغه د ۲۰۲۳ کال له ډیسمبر راهیسې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې د سرپلټوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.
ویل کېږي چې ښاغلي مارټین ته د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال ټرینټ مورس لخوا د بریښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی، چې له دندې کوښه کړای شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یادې ادارې د سرپلټنې دفتر د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، د ټرمپ ادارې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د منځه وړلو اقدام د ۸.۲ میلیارده ډالرو نا لګول شوې مرستې د څارنې وړتیا کمزورې کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې د کارکوونکو کمښت او د کار د بندولو امرونو دا ستونزمنه کړې ده چې ډاډ ترلاسه شي د مالیه ورکوونکو پیسې ټاکل شويو کسانو ته رسیږي.
د امریکا نړۍواله پراختیا اداره د افغانستان په ګډون د نړۍ د بې وزلو هیوادونو لپاره د امریکا د لویو مرستندویه ادارو څخه یوه ده، چې له ډیرو کلونو راهیسې یې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډیری بې وزلو هیوادونو ته، په اوسط ډول هر کال ۴۳۰ میلیون ډالره ورکړي دي.
دې ادارې په تیرو ۲۴ کلونو کې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارده ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.