په منځني ختیځ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی استیو ویتکاف له امریکایي رسنۍ سي-سپن سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې که یرغمل شوي کسان تر شنبې پورې خوشې نه شي، لویه پېښه به رامنځته شي.
ویتکاف وویل: «د امریکا ولسمشر هر هغه څه چې اړتیا وه ټول پرې پوه شي ویې ویل او هغه هم دا چې تمه ده یرغمل شوي کسان د شنبې په ورځ تر دولسو بجو خوشې شي، که دغسې و نه شي نو لویه پېښه یا ستونزه به رامنځته شي.»
د ټرمپ یاد ځانګړي استازي حماس ډله یو ترهګریز سازمان یاد کړ او ویې ویل، چې دغه ډله باید اجازه و نه لري، چې د غزې یوه برخه وي.
د نوموړي په وینا، اوسنی وضعیت ناسم دی او حماس باید له منځه ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه هېواد له سیاسي-امنیتي کابینې سره تر څلور ساعته غونډې وروسته وویل، چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اوربند به پای ته ورسېږي.
دغه څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.
حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.