ټرمپ او پوتین د اوکراین د جګړو د ختمېدو او ځینو نورو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او ویلې یې دي، چې یو بل سره به ژر وګوري او د خپلو ډېپلوماتیکو ټیمونو له لارې به سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جکړو، د منځني ختیځ د کړکېچ، د انرژۍ پالیسیو او د مصنوعي استخباراتو په ګډون یې په یو لړ اړینو موضوعاتو خبرې کړي.

ټرمپ ټینګار وکړ، چې ده او پوتین دواړو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او د نورو تلفاتو د مخنیوي لپاره ګډه هیله څرګنده کړه.

له دې ټلیفوني اړیکې وروسته په یوه بیان کې ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې سره د خبرو کولو اعلان کړی، چې په دې مسایلو یې خبر کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا موجوده ده، چې دواړه خواوې یو بل د حساسو مذاکراتو په ځنډولو تورنوي.

ټرمپ په یوه پوسټ کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې پیل کړي، او موږ به د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ته ټیلیفون وکړو، چې هغه ته زموږ د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړو، چې دا کار به زه اوس وکړم."

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس تایید کړه، چې په دې خبرو کې د اوکراین، منځني ختیځ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې شوي.

تاس دا هم زیاته کړې، چې پوتین ټرمپ ته مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه او دواړو مشرانو د راتلونکي ناستې په اړه موافقه وکړه.

لکه څنګه چې نړۍوال څارونکي وضعیت له نږدې څاري، د بیا خبرو اترو امکان کولی شي د دواړو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او ښه اړیکو لپاره لاره هواره کړي.

تر دې مخکې تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا ویلي و، چې روسیه له واشنګټن څخه له مسکو سره اړیکو ته سترګې په لاره ده.

واسیلي دا خبرې له روسي رسنۍ سره کړي او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو لپاره د واشنګټن له ماموریت څخه د ښو اړیکو تمه لري.

نور خبرونه

رادیو