اسراییل حماس ته پیغام لېږلی چې که درې یرغمل شوي کسان خوشې کړي، اوربند به دوام وکړي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۴

اکسیوس د یوه لوړ پوړي اسراییلي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې هېواد یې د مصر او قطر له لارې حماس ته پیغام لېږلی، چې که دا ډله د شنبې په ورځ د فېبرورۍ په ۲۷مه درې موافقه شوي یرغمل شوي کسان خوشې کړي، په غزه کې به د اوربند تړون دوام ومومي.

د دې اونۍ په پیل کې حماس اسراییل د اوربند له تړون څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل، چې تر بلې خبرتیا پورې به د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو مخه ونیسي.

همداراز، بنیامین نتنیاهو پرون د اسراییل له سیاسي-امنیتي کابینې سره تر څلور ساعته غونډې وروسته وویل، چې که حماس د شنبې تر ماسپښین پورې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اوربند به پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د نه خوشې کېدو په صورت کې به د حماس تر بشپړې ماتې پورې اسراییلي پوځیان سختو جګړو ته بېرته وګرځي.

هغه زیاته کړه: «وروسته له هغه چې حماس اعلان وکړ، چې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول ځنډول شوی، هغه اسراییلي پوځ ته امر وکړ، چې خپل ځواکونه په غزه او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای کړي.»

بل خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم حماس ته خبرداری ورکړی، که چېرې ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ورځې خوشې نه شي؛ نو د غزې اوربند به پای ته ورسوي.

دغه څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو خوشې کول تر نامعلومې مودې وځنډول.

حماس ویلي و، چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د غزې د اوربند له تړونه د اسراییل د سرغړونو له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډوي.

نور خبرونه

رادیو