د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې، بنګلهدېش له نوي ډیلي غوښتي چې له واکه پرځېدلې شېخ حسینه دې کابو کړي څو له «ناسمو او پروپاګنډ» څرګندونو لاس واخلي.
د راپور له مخې، دا څرګندونې د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ۷مه) په یوې ویناپاڼه کې مطرح کړې دي.
ورته مهال، نوي ډیلي بیا د بنګلهدیش د دې څرګندونو په ځواب کې د دغه هېواد سفیر احضار کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د بنګلهدېش سفیر ته څرګنده کړې چې حسینې دا څرګندونې د یو فرد په توګه بیان کړې دي.
د یادونې ده چې د ډاکې او نوي ډیلي اړیکې په بنګلهدېش کې د تېر ۲۰۲۴ د اګست پرمهال د محصلینو پراخو او له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په ترڅ کې د شېڅ حسینې حکومت له پرځېدو وروسته ترینګلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بنګلهدېش ولسي اعتراض د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه استعفا او د هند پر لور تېښتې ته اړ کړه.