د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی، چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع ته بلنه ورکړې، چې په راتلونکو اونیو کې پاریس ته سفر وکړي. دواړو ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سوریې پر اقتصادي بندیزونو هم خبرې کړې دي.
سوریه د بشار الاسد د حکومت پر مهال چې کابو ۱۳ کاله یې کورنۍ جګړه تجربه کړه، د ډېرو هېوادونو لهخوا له اقتصادي بندیزونو سره مخ وه.
ډېری هېوادونو له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې وې؛ خو د سوریې د نوي حکومت له جوړېدو سره ځیني هېوادونه بېرته له دمشق سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوي.
احمد الشرع چې تازه د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی، د دې اونۍ د سې شنبې په ورځ یې ترکیې ته سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې ولیدل.
تر دې وړاندې الشرع خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کړی و او هلته یې د دغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي وو.
دغه سفر ښيي، چې د سوریې نوي حکومت ته سعودي مهم دی؛ ځکه چې د بشار الاسد پخواني حکومت له ایران سره نږدې اړیکې لرلې او ایران د سعودي عربستان کلک سیال بلل کېږي.
احمد الشرع چې د بشار الاسد د حکومت تر پرځېدو مخکې د "ابومحمد جولاني" په نوم پېژندل کېده، د "هیئت تحریر الشام" مشر و، هغه ډله چې د اسد د مخالفینو په بریا کې مهم رول لري. تحریر الشام چې پخوا د "جبهه النصره" په نوم پېژندل کېده د یو شمېر هېوادونو لکه ترکیې، امریکا، ځینو اروپايي هېوادونو او ملګرو ملتونو لهخوا د ترهګرې ډلې په توګه یاده شوې.
امریکا پخوا د احمد الشرع د نیولو لپاره ۱۰ مېلیونه ډالره جایزه ټاکلې وه؛ خو اوس یې دغه بندیز لرې کړی دی.
د سوریې د انتقالي حکومت مشر له هغه وخته چې (د جنورۍ په ۸مه) دمشق ته داخل شوی، هڅه کوي ځان د یو معتدل مشر په توګه وښيي او له لوېدیځو او سیمهییزو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي.
هغه د ښځو د نسبي ازادۍ په ځانګړې توګه د لباس د انتخاب په اړه تر اوسه مخالفت نه دی کړی. همداراز د خپلو وروستیو سفرونو (ریاض او انقره) پر مهال یې خپله مېرمن لطیفه دروبي هم له ځان سره بېولې وه، چې دا د سوریې د نوي حکومت د انعطاف ښکارندويي کوي.