ټرمپ: د غزې تړانګه به ونیسو

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبه په ورځ وویل، چې متحده ایالات به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې د غزې «اشغال او بیارغونه» باید د ورته خلکو په لاس کې نه وي.
ټرمپ ټینګار وکړ، چې متحده ایالات به د غزې مالک وي او د ټولو ناچاودو بمونو او د نورو خطرناکو وسلو د شنډولو مسوولیت ولري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «مونږ دا سیمه نیسو او هغه به پراخ کړو. زرګونه دندې به رامنځته کړو او په داسې یوې سیمې یې بدل کړو، چې ټوله منځنۍ ختیځ پرې و ویاړي.»
هغه په خپلو کې وویل: «په دې سیمه کې به اقتصادي پراختیا رامنځته کړو او خلکو ته به د کاري فرصتونو زمینې برابرې کړو. مونږ به واقعي او متفاوته کارونه ترسره کړو.»
ډونالډ ټرمپ له جزیاتو پرته وویل، ناشونې ده چې تېر ته وګرځي ځکه هغه وضعیت چې په تېرو سلو کلونو کې دوام درلود، بیا ځلې به تکرار شي.
نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایي ځواکونو به غزې ته ولېږل شي وویل: «د غزې اړوند هر کار ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړي.»
هغه د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه متحده ایالات یو خپلواک هېواد نیسي، وویل چې له میاشتو راهیسې دغه موضوع یې څېړلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لومړنی بهرنی لوړپوړی چارواکی دی، چې د ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته د هغه لیدو ته ورغلی دی.

نور خبرونه

رادیو