د سویډن په یوه ښوونځي کې د برید له امله ۱۱ کسان ووژل شول

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۷

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سويډن په اوریبرو ښار کې د لویانو لپاره په یوه ښوونیز مرکز کې د ډزو په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه تېره ورځ د سې شنبې په ورځ د ځایي وخت په ۱۲:۳۳ بجو شوې ده.

د پولیسو په وینا، د دغې پېښې د ټپیانو شمېر لا هم روښانه نه دی.

د رویټرز د راپور له مخې، پولیس په دې باور دي چې بریدګر به هم د وژل شويو کسانو په منځ کې وي.
د دغه برید انګېزه لا روښانه نه ده.
د ځايي پولیسو مشر روبرټو اید فارسټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ اوس مهال نور کره معلومات د دې لپاره نه شو وړاندې کولی؛ ځکه چې پېښه ډېره لویه ده.»
دغه پېښه په اوریبرو ښار کې شوې ده، چې د سټاکهولم څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.
د ښوونځي یوې ۵۴ کلنې ښوونکې ماریا پیګاډو وویل، چې یو چا د غرمې له دمې وروسته د هغې د ټولګي دروازه خلاصه کړه او ټولو ته یې چیغه کړه چې بهر ووځي.
هغه وایي: «ما خپل ټول ۱۵ زده‌کوونکي له ټولګي و اېستل او موږ وتښتېدو. بیا مو دوه ډزې هم واورېدې. موږ د ښوونځي دروازې ته نږدې وو، ما ولیدل چې خلک ټپیان بهر ته راکاږي.»
د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې هم یوه ۱۸ کلن زده‌کوونکي د سویلي ښار مالمو په یوه لېسه کې دوه ښوونکي په چړو وهلي وو.
دوه میاشتې وړاندې هم یو ۱۶ کلن ځوان د کریسټیانسټاد په کوچني ښار کې په یوه ښوونځي کې د چړو په ګوزارونو یو زده‌کوونکی او یو ښوونکی ټپيان کړل.
د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې بیا د لویدیځ ښار ټرول هاټن په یوه ښوونځي کې درې کسان ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو