طالبان: امنیت او اقتصاد ښه شوی، د «دوښمن» د تبلیغاتو په وړاندې ويښ و اوسئ

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۷

د طالبانو د اوبو ا انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وایي، په هېواد کې یې امنیتي او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده او ټول باید د «دوښمن» د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ واوسي.

ښاغلي منصور وویل: «طالبانو په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامنځته کړې ده؛ له دې امله د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي، چې د دوښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بېداره واوسي.»

همدا راز تازه، د طالبانو ویاند د دې ډلې له چارواکو وغوښتل، چې خپل فکري اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي.

ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې هېڅ چارواکی او وزیر باید د خپلمنځني اختلافاتو په ویلو سره افغانستان د ناکرارۍ او بدبختۍ لور ته سیخ نه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، منصور دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورخ د کمال خان بند د درېیم فاز پروژې د ګټې اخیستنې پر مهال کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ابو مدیریت ته ژمنتیا څرګنده کړه او ګاونډیو هېوادونو ته یې ډاډ ورکړی، چې د اوبو بندونو په جوړېدو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

یوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، چې ایرانیان د دوی وروڼه دي او د اوبو په ورکړه کې ورسره بخیلي نه کوي.

د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې دغه بند د لومړي ځل لپاره د تېر جمهوري حکومت پرمهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

که څه هم دغه بند د ۱۴۰۰ لمریز کال په وري میاشت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شوی و، خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د کمال خان بند پرانیستل خپله لاسته راوړنه بللې ده.

د دغه بند د درېیم فاز جوړولو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې شوې وه، چې کار یې شاوخوا څلور کاله دوام وکړ.
د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالۍ کې د موسمي سېلابونو د کنټرول، د ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او د شپږ مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.
دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره، د ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتيا لري.

نور خبرونه

رادیو