د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو وروسته سلګونه قراردادیان له مالي ناورین سره مخ شوي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۶

د امریکا د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د ډونالډ ټرمپ حکم د مرستو او پراختیا په برخه کې نه یوازې دا چې ګډوډي رامنځته کړې، بلکې سلګونه قراردادیان یې له سخت مالي ناورین سره مخ کړي دي او دغه قراردادیان اړ شوي، چې خپل کارکوونکي وشړي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په لومړۍ ورځ یو اجراییوي فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

ټرمپ د امریکا د ټولو بهرنیو مرستو د بیا کتنې امر کړی او له اېلان ماسک څخه یې غوښتي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیا سازمان کوچنی کړي.

د رویټرز په وینا، له هغه وخت راهیسې د دې ادارې لسګونه کارکوونکي په اجباري رخصتیو استول شوي او سلګونه داخلي قراردادیان هم له دندو ګوښه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د بهرنیو مرستو د بندولو په اړه د ټرمپ د بهرنیو چارو د وزارت حکم په امریکا دننه او بهر د مرستو په برخه کې ډېرې اندېښنې راپارولې دي، ځکه قراردادیان معمولاً لومړی لګښتونه په خپله ورکوي او بیا یې له امریکايي حکومته غواړي.

د یو اېس ای ډي یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل، چې د هغه شرکت مجبور شوی، چې په سلګونه کارګران ځواب کړي او ډسمبر میاشتې راهیسې د ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر بیلونه یې پاتي دي، چې د متحده ایالاتو حکومت نه دي ورکړي.

په ۲۰۲۳ مالي کال کې، متحده ایالاتو په ټوله نړۍ کې ۷۲ میلیارد ډالر مرسته کړې.

په ۲۰۲۴ کال کې، متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو له خوا ثبت شوي د ټولو بشري مرستو ۴۲ سلنه چمتو کړې.

دا بودیجه چې د امریکا د حکومت د ټولې بودیجې له یوې سلنې څخه کمه برخه جوړوي، د نړۍوالو متحدینو د جوړولو، د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او په پرمختللو هېوادونو کې د چین او روسیې په څېر د سیالانو د نفوذ د مخنیوي لپاره د واشنګټن په پالیسۍ کې مهم رول لوبوي.

نور خبرونه

رادیو