سوداګریز کړکېچونه؛ بېجینګ هم د امریکا پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې نوې تعرفې ولګولې

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۶

د روانو سوداګریزو کړکېچونو د پام وړ زیاتوالي په ترڅ کې، چین د دوشنبې په ورځ ویلي، چې له متحده ایالاتو څخه پر واردو شویو توکو یې له ۱۰ تر ۱۵ سلنې پورې نوي تعرفې لګولې دي.

چین دغه ګام د ډونالډ ټرمپ له‌خوا پر چین د وروستیو لګول شويو تعرفو په غبرګون کې اخیستی.

چین دغه غچ اخیستونکی اقدام د امریکا د نوي حکومت د وروستۍ پریکړې په ځواب کې ترسره کړی، چې په چینایي محصولاتو یې نوې تعرفې لګولې، چې د دواړو اقتصادي قدرتونو ترمنځ یې اقتصادي تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د پاکستان جیو نیوز د چین د سوداګرۍ وزارت له قوله ویلي، چې دغه تعرفې به د امریکا د صادراتو بیلابېل ډولونه په نښه کړي، چې په دې کې کرنیز محصولات، الکترونیکي توکي او ماشینونه شامل دي.

د چین سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي: «موږ به خپلې ملي ګټې خوندي کړو او غیر عادلانه اقداماتو ته به په کلکه ځواب ووایو.»

د اقتصادي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې، د تعرفو دا وروستۍ لړۍ کولای شي چې د امریکا او چین، سوداګریزې اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، هغه اړیکې چې لا دمخه د کلونو اقتصادي کړکیچونو له امله ننګول شوې دي.

امریکایي بزګران او تولیدونکي په ځانګړي ډول د دوی په صنعت د اغیزو په اړه اندیښمن دي، او وايي چې چین په تاریخي ډول د متحده ایالاتو د صادراتو لپاره یو لوی بازار دی.

کارپوهان له دواړو هېوادونو څخه غواړي چې یو پر بل د نورو اقتصادي بندیزونو او تعرفو له لوړولو څخه د مخنیوي لپاره د خبرو اترو میز ته ستانه شي.

نور خبرونه

رادیو