د ایټالیا ساحلي ګارد د مدیترانې په سمندرګي کې د کب نیونې په یوه کښتۍ کې ۱۳۰ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو کسانو کې ډېری یې د ایران او افغانستان وګړي دي.
دغه کښتۍ چې د سلواغې پر ۱۱مه له ترکیې څخه اروپا ته روانه وه، د ایټالیا په سمندرغاړو کې د سختو څپو او چټکو بادونو له امله د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وه.
د سټلایټ ټیلیفون له لارې د بېړني پیغام ترلاسه کولو وروسته، د ایټالیا سمندري ګارډ دوه کښتۍ د کډوالو د ژغورنې لپاره ولېږلې.
د ژغورنې په دغو عملیاتو کې، چې اووه ساعته یې دوام وکړ، ټول ۱۳۰ مساپر د ژغورنې کښتیو ته انتقال شول.
په ۱۳۰ کسانو کې ۲۷ ښځې او ۳۰ ماشومان وو، چې شپږ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
د ۱۳۰ کډوالو له ډلې څخه نهه عراقیان او شپږ پاکستانیان وو.
د ژغورنې له عملیاتو وروسته یوه امیندواره ښځه او یو معلول سړی د ناسم روغتیايي وضعیت له امله روغتون ته یووړل شول.