تمه ده چې د سوریې لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په انقره کې پر یوه ګډ دفاعي تړون وغږیږي، چې په سوریه کې د ترکیې د هوایي اډو جوړول او د سوریې د نوي پوځ روزنه پکې شامل دي.
څلور سرچینو، چې له دې مسالې خبرې دي، رویټرز ته ویلي چې دا خبرې به د ترکیې او سوریې ترمنځ د دفاعي همکاریو د بنسټ ډبره کېږدي.
انقره غواړي د سوریې په نوي حکومت کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول د هغې تشې په ډکولو کې چې د ایران د نفوذ تر له منځه تګ وروسته رامنځته شوې. دا هڅه کېدای شي له خلیجي هیوادونو سره سیالي رامنځته کړي او د اسراییل امنیتي اندېښنې زیاتې کړي.
په سوریه کې د ترکیې هوايي اډې
دا لومړی ځل دی چې د سوریې د نوي حکومت د یوه ستراتېژیک دفاعي تړون جزئیات بربنډیږي، چې ترکیې ته په سوریه کې د پوځي اډو جوړولو، هوايي حریم کارونې او د سوریايي پوځ د روزنې اجازه ور کوي.
سرچینو وویل، چې سوریې خپل پخوانی پوځ او ډلې منحل کړې او هڅه کوي هغوی د نوې نظامي قوماندې تر چتر لاندې راټول کړي.
تمه نه کیږي چې دا تړون د سې شنبې په ورځ نهایی شي، خو دا بحثونه د راتلونکو پراخو همکاریو لپاره لاره هواروي.
د سیمې یوه استخباراتي چارواکي، د سوریې امنیتي سرچینو او یوه بهرني امنیتي مقام رویټرز ته ویلي، چې د خبرو اترو تمرکز به د سوریې په پراخه دښته (بادیه) کې د دوو ترکي اډو پر جوړولو وي.
د سوریې د ولسمشرۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې احمد الشرع به له اردوغان سره د سوریې د نوي پوځ د روزنې، د ترکي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو او د همکارۍ د نویو برخو په اړه خبرې وکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر او د سوریې دفاع وزارت تر اوسه د دغه تړون په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د ترکیې د دفاعي رول پراخېدل
د سیمې استخباراتي چارواکي، د سوریې امنیتي مقام او یوه بله بهرنۍ امنیتي سرچینه وايي چې ترکیه غواړي دغه اډې د سوریې د هوايي حریم د دفاع لپاره وکاروي.
بل خوا روسیه هم د سوریې له نوي حکومت سره خبرې کوي، چې د طرطوس سمندري اډې او لاذقیې هوایي اډې راتلونکی معلوم کړي.
د سوریې د نوي حکومت د دفاع وزیر مرحف ابو قسره ویلي، چې سوریه هڅه کوي د سیمې له هیوادونو سره خپلې نظامي اړیکې پراخې کړي او د دې اړیکو له لارې خپل پوځي ځواک جوړ کړي.
یوه استخباراتي چارواکي ویلي، ترکیه غواړي د دې اډو په جوړولو سره کردي جنګیالیو ته یو قوي پیغام ورکړي.
ترکیه د سوریې ولسي واحدونه د کردستان د کارګر ګوند یا پي کې کې یوه څانګه ګڼي، چې له۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې پر ضد جنګیږي او د ترکیې او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوی.
د ترکیې د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د دواړو هیوادونو پوځي پلاوي تېره اونۍ سره کښیناستل او پر ګډو امنیتي همکاریو، ترهګرۍ ضد عملیاتو او دفاعي همکاریو یې خبرې وکړې.
د ترکیې د دفاع وزیر یاسر ګولر د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې ویلي و، چې که د سوریې نوی حکومت له ترکیې د مرستې غوښتنه وکړي، نو انقره به ورته لازم ملاتړ برابر کړي.